د پاکستاني طالبانو تحریک په یوې خبرپانه کې ادعا کړې، چې د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې یې پر پاکستاني ځواکونو «۲۱۳ بریدونه» کړي، چې په پایله کې څه باندې درې سوه نظامیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغې وسله والې ډلې د (غوایي ۱۲مه) په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د پاکستان د پوځ په ګډون یې د پوله ساتو ځواکونو او پولیسو «۱۱۵تنه افسران په بېلابېلو بریدونو کې وژلي دي.
همدا راز یې د «۱۸۹» نور د ټپي کیدو دعوه هم کړې ده.
د ټي ټي پي د معلوماتو له مخې تېره میاشت یې د «الخندق» په دغو عملیاتو کې د وسله والو بریدونو ترڅنګ لېزري بریدونه او هدفي وژنې هم ترسره کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو بریدونو ډېره برخه په شمالي او سوېلي وزیرستان کې ترسره شوي دي.
یادې وسله والې ډلې همدا راز ویلي، چې د بریدونو پر مهال د پاکستان پوځي وسایط، ودانیو، یوې ډرون الوتکې او یو شمېر نورې برخې هم تخریب کړي دي.
د پاکستان پوځ او حکومت لا تر اوسه پورې د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.
ټي ټي پي داسې مهال دغه ادعاوې کوي، چې د پښتونخوا په ګډون په بلوچستان کې هم نا امنۍ ورځ تر بلې پراخیدونکې دي.
همدا نن د جمعې ورځ د (غوایي ۱۲مه) د سویلي وزیرستان په واڼه سیمه کې زرګونه ځايي اوسیدونکو او بېلابېلو ګوندونو په پښتونخوا کې د امنیت د ټینګښت په تړاو لاریون کړی. لاریونوال نیوکه کوي، چې د پاکستان پوځ په لوی لاس د دوی په سیمو کې د جګړې اور بل ساتلی او هره ورځ د دغه سیمې اوسیدونکي د تاوتریخوالي شاهدان دي.
پاکستان بیا پر کابل واکمنو طالبانو ته ګوته نېسي، چې ګوندې هغوی تر خپل واک لاندې خاوره کې د پاکستاني طالبانو په ګدون بلوڅ بېلتون پالو ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په دغه هېواده کې ترهګریز بریدونه پلانوي.
طالبان نه یوازې د پاکستان دغه ادعاوې بې بنسټه ګڼي، بلکې ترې غواړي چې دوی ته د ګوته نیولو پر ځای دې پر خپلو ناکامیو فکر وکړي.
هم مهاله ملګرو ملتونو هم اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې اوس د القاعده په ګډون بېلابېلو ترهګرو ډلو خوندي پناه ځایونه ترلاسه کړي او د پاکستاني طالبانو تحریک هم د سیمې په یوې خطرناکې وسله والې ډلې بدله شوې ده.