افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری: «په ټاکلې نېټې ووځئ، ګنې په زوره مو باسو»

۷ ساعتونه مخکې

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې پي‌او‌ار (POR) کارټ‌لرونکو افغان کډ‌والو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د ستنېدو لپاره ځانونه چمتو کړي. پاکستان دغه کډوالو ته د جون تر ۳۰ پورې نوې نېټه ټاکلې.

په پاکستان کې د دې کډوالو د پاتې‌کېدو موده د ۲۰۲۵کال د جون تر ۳۰مې پورې وغځېده، خو تر یادې نټې وروسته په دغه کې د هغوی پاتې‌کېدل ناقانونه بلل کېږي.

پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خپاره شوي بیان کې د جمعې په ورځ (مې ۲مه) ټینګار کړی چې نور په دغه هېواد کې د پي‌او‌ار کارټ‌لرونکو افغان کډوالو د پاتې‌کېدو د مودې د غځېدو اټکل نه‌شي کېدای.

همداراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې تر ټاکل شوې نېټې وروسته به د پي‌اوار کارټ‌لرونکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او د نه‌وتلو په صورت کې به د پولیسو له لوري په جبري ډول و ایستل شي.

پاکستان د پي‌او‌ار کارټ‌لرونکو افغان کډوالو ته دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې د دغه هېواد پولیسو یوازې تېره ورځ د تورخم له لارې د افغانانو د ایستلو په روان بهیر کې یو زرو ۶۹۹کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي. په دغو کسانو کې ۶۳۳د اې‌سي‌سي کار‌ټ‌رونکي او یو زرو ۶۶نور بیا ناقانونه افغانان وو.

دا په داسې حال کې ده چې پرون نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پاکستان او افغانستان په دروازو کې د خپل نوي چمتوشوي راپور کې ویلي، زرګونه افغانې کورنۍ د بشرپاله شرایطو په پام کې نیولو پرته له دغه هېواده ایستل شوې دي.

په داسې حال کې چې ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري ایستل ودروي، دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د ایستلو بهیر ته زور ورکوي.

څه موده مخکې د بښنې نړۍوال سازمان یو وار بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي. دغه سازمان ویلي و، پاکستان د ناقانونه بهرنیانو په نوم تر اته سوه زرو ډېرو افغانانو اېستلو دویم پړاو پیل کړی، چې افغانستان ته په ستنېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

نور خبرونه

رادیو