په داسې حال کې چې افغانستان له یوه سیاسي بنبست او بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دی، د تېر نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل له افغانستان انټرنشنل سره په تازه مرکه کې د طالبانو او د هغوی ملاتړو استخباراتي شبکو په اړه جدي څرګندونې کړې دي.
نبیل چې د افغانستان په امنیتي چارو کې فعاله ونډه لرلې، طالبان د سولې او ټیکاو د استازو پر ځای یو وارداتي پروژه بولي.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې طالبان د نړۍوالو او سیمهییزو استخباراتو د ستراتیژیکو موخو لپاره کارول کېږي.
رحمتالله نبیل په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه، چې طالبان د افغانستان د خلکو د ارادې او ملي هویت استازیتوب نه کوي، بلکې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د اوږدمهاله ستراتیژیو یوه برخه دي.
نوموړي زیاته کړه، طالبان د یوه مذهبي تحریک له موقفه اېستل شوي او اوس یو خالص امنیتي-استخباراتي پروژه ده.
د هغه په باور، دا ډله د افغانستان پر خاوره د یو شمېر استخباراتي لوبو د تطبیق لپاره کارول کېږي او دوی د افغانستان حاکمیت، د ښځو حقونه او بنسټیز بشري ارزښتونه تر مستقیم ګواښ لاندې راوستي دي.
نبیل د طالبانو خپلمنځيو اختلافاتو ته په اشارې وویل، چې د طالبانو منځ کې سراجالدین حقاني هڅه کوي، د نړۍوالو په وړاندې ځان د یو معتدل او نرمدله مشر په توګه معرفي کړي، خو دا یوازې یو تاکتیک دی.
نوموړي د حقاني شبکې ترهګریزې مخېنې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې دا شبکه لا هم د القاعده، لشکر طیبه، او نورو افراطي ډلو سره ژورې اړیکې لري.
نبیل باور لري، چې سراجالدین حقاني د طالبانو د تر ټولو سختدریځه کړیو نمایندهګي کوي او له ښځو سره د چلند، تعلیم، او مدني ازادیو په برخه کې هېڅ عملي بدلون په کې نه دی لیدل شوی.
هغه زیاتوي، د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب هڅه کوي ځان د بدلون استازی وښيي، خو د طالبانو په دننه کې سختدریځه ډلې نه پرېږدي چې اصلاحات راولي.
هغه په ټینګار سره وویل: «دا باید په یاد وساتو چې یعقوب مجاهد د امیرالمومنین ملا محمد عمر زوی دی.»
د هغه په وینا، یعقوب مجاهد تر دې دمه نه یوازې کوم عملي ګام نه دی اخیستی، بلکې د طالبانو د داخلي قدرت لوبو برخه ګرځېدلی دی.
رحمتالله نبیل د طالبانو مخالفو ډلو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د طالبانو مخالفین تر دې دمه نه دي توانېدلي، چې پر یوه ګډ ملي لید سره راټول شي.
نوموړي د مخالفو ډلو ترمنځ شخصي رقابتونه، د باور نهشتون، او واکطلبانه چلندونه د ستر خنډ په توګه یاد کړل.
نبیل ټینګار وکړ، چې د طالبانو پر وړاندې اغېزمن بدیل یوازې هغه مهال رامنځته کېدای شي، چې د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو ډلو تر منځ یوه پراخه ملي اجماع رامنځته شي.
د هغه په وینا، انتقادونه کافي نه دي؛ افغانستان ته عملي نقشه پکار ده.
د مرکې په وروستیو کې ښاغلي نبیل زیاته کړه، چې دا ځل بدلون باید د افغانستان له دننه وشي او ښه نومي سیاسون، مېرمنې، مدني ټولنې، قومي مشران باید د ښار او کلي فاصلې له منځه یوسې.
د هغه په خبره: «د بن او دوحې په څېر بدیلونه د حل لارې نه دي.»