ازادۍ جبهه: په فاریاب کې مو دوه طالبان وژلي دي

۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوې پوستې د برید پر مهال دوه طالبان وژلي او دوه نور ټپیان شوي.

ازادۍ جهبه زیاتوي، چې د برید پر مهال یې له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستی دی.

د (غوایي ۱۱مه) د یادې جبهې په خبرپانه کې راغلي‌، چې پر طالبانو یې دغه برید د چهارشنبې په ماښام کړی او نږدې شل دقیقې دوام کړی دی.

لا تر اوسه طالبانو د دغه ادعا په تړاو څه نه دي‌ ویلي.

نور خبرونه

رادیو