په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغان پانګهوال میرویس عزیزي ویلي، چې د افغانستان د انرژۍ تولید لپاره پر خپلې کړې ژمنه ولاړ دی او په دې برخه کې د لس میلیارده ډالرو په ارزښت د لس زره میګاواټه برېښنا تولید طرحه بشپړه شوې ده.
نوموړي د (غوایي ۱۰مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه طرحه د بېلابېلو سرچینو لکه د ډبرو سکرو، طبیعي ګازو، باد، لمر او اوبو څخه د برېښنا د تولید اړوند ده.
د هغه په وینا، راتلونکې اونۍ به کابل ته د خپل سفر پر مهال د دغه طرحې د پلي کیدو په تړاو له طالبانو سره هم ناستې وکړي او همدا راز به خبریالانو ته هم په یوې خبري غونډه کې په دې تړاو لا ډېر جزیات ورکړي.
میرویس عزیزي وايي، د انرژۍ تولید د اقتصادي ودې یو مهم عنصر دی او له هم دې لارې افغانستان د فقر تر څنګ له اقتصادي کړاوه خلاصیدای شي.