د هندي رسنۍ انډیا ټوډې د خپرې شوې مقالې له مخې؛ په داسې حال کې چې پاکستان په ډیپلوماټیک او پوځي توګه د ځان ساتلو هڅه کوي، هند په خاموشۍ سره کابل ته رسېدلی.
په مقاله کې راغلي، له دغه «تاکتیکي اقدام سره هند پاکستان نور هم په ګونډو کړی.»
هند په داسې حال کې، چې د پهلګام برید په تړاو د پاکستان پر وړاندې د اقدام په حال کې دی؛ په افغانستان کې د طالبانو حکومت په خپل لوري کړی.
له بل پلوه د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د دغه هېواد وسلهوالو ځواکونو ته د پاکستان په وړاندې د غبرګون په برخه کې د «بشپړ عملیات» ازادي ورکړې ده.
هاخوا بیا طالبانو هم د کشمیر برید غندلی او له نوي ډیلي سره د ښو اړیکو ټینګولو هڅه کوي.
دا د نوي ډیلي لپاره یوه ډیپلوماټیکه بریا ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له کابل سره رسمي اړیکې پرې کړې وې.
پاکستان چې تل د اورپکو کوربهتوب او ملاتړ یې کاوه؛ داسې ښکاري چې هر څه یې له لاسه ورکړي دي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د هند یوه پلاوي د دوشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو له لوړپوړو مشرانو سره ولیدل او د وروستيو سیمهییزو پرمختګونو په اړه یې ورسره خبرې کړې وې، چې دغه کار پاکستان نور هم څنډې ته کړی.
کابل ته د هندي پلاوي سفر څو ورځې وروسته له هغه شوی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سرحدي شخړو، د ترهګریزو ګواښونو او د اسلام اباد لهخوا د افغان کډوالو د اېستلو له امله افغانستان ته سفر وکړ.
نوي ډیلي ته د کابل وړاندیزونه به د اسلام اباد وېره نوره هم زیاته کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي مشر انند پرکاش په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
په دې غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او ټرانزیټ د پیاوړتیا ترڅنګ دواړو خواوو د وروستي سیمهییز پرمختګونو په اړه هم نظرونه تبادله کړل.
د وروستي سیمهییز پرمختګونو په اړه د نظرونو تبادله په خپله یو پیغام و.
له پاکستان سره د افغانستان خړې اړیکې او له هندي لوړپوړي چارواکي سره د طالبانو کتنه د نوي ډیلي او کابل ترمنځ د مخ په زیاتېدونکې همغږۍ نښې ښیي.
په داسې حال کې چې هند د پهلګام بریدګرو او د هغوی ملاتړو ته د سزا ورکولو لپاره چمتووالی نیسي؛ د افغانستان په برخه کې د هند هوښیار تاکتیکي اقدام ښایي هند ته ستراتیژیکه ګټه ورسوي او دا کولای شي د افغانستان سره د خپلو جنجالي اړیکو په منځ کې د اسلام اباد دریځ پېچلی کړي.