د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یونسیار ویلي، افغانستان ته راستنېدونکي زرګونه افغان کډوال په هېواد کې له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.
هم مهاله د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې افغانستان له سخت بشري ناورین او لوږې سره مخ دی.
د روانې (غوایي میاشتې ۱۱مه) د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راستیندونکي افغانان په افغانستان کې د زده کړو او روزګار له محدودیتونو سره مخ دي.
یونسیار همدا راز خبر ورکړی، چې له بېرته راستنیدونکو سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د بشري حقونو ځینې سازمانونه ویره لري، چې راستني شوي کډوال به هم د لوږې او بې روزګارۍ له سختو څپو سره مخ شي.