د هند رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته اجازه ورکړې، څو د واګا بندر له لارې خپل سوداګریز توکي هند ته ولېږدوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر ۱۱مه، اعلان وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت په غوښتنه یې ۱۵۰ افغان سوداګریزو ګاډو ته د ټرانزیټ اجازه ور کړې، چې غواړي هند ته لاړ شي.
پاکستان وايي، چې د طالبانو سفارت د اپرېل پر ۲۸مه له دوی نه د یوه رسمي لیک له لارې دا غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې هغو افغان لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د اپرېل تر ۲۵مې مخکې پاکستان ته داخلې شوې دي. د دغو ۱۵۰ لاریو مفصل لېست اړوندو چارواکو ته سپارل شوی چې د سرحدي تګ راتګ بهیر یې اسانه شي.
وزارت په خپل ځوابي لیک کې افغان سفارت ته ویلي: « دا پرېکړه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوستانه او ورورګلویزو اړیکو ښکارندویه ده».
د هند تر ادارې لاندې پهلګام کې پر سیلانیانو تر برید وروسته د دغه هېواد او پاکستان ترمنخ اړیکې ټرینګلې شوې او دواړو هېوادونو د واګه بندر وتاړه.
د واګه بندر تړل کېدو له امله له افغانستان څخه هند ته د توکو لېږد هم ځنډېدلی.