د افغانستان د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار وایي، چې د طالبانو مشر د ایران د سپاه پاسداران په څیر یو موازي ځواک جوړوي. حکمتیار دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو په امنیتي ځواکونو کې تنقیص راوستی.
حکمتیار د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر ۱۱مه، پر اېکس پاڼې د طالبانو په نظامي تشکیلاتو کې دغه تنقیص ته اشاره کړې او ویلې یې دي: «ځینې دوستان په امنیتي ځواکونو کې تنقیص د اختلافاتو د پیاوړتیا او په راتلونکي کې د طالبانو د ضعف یو عامل ګڼي. خو زما تاثر دا دی چې د طالبانو مشر په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په کمولو سره خپل ځواک زیاتوي.»
هغه زیاتوي، دغه په لسګونه زره ځواک به د طالبانو مشرتابه ته وفادار او له پراخو صلاحیتونو سره وي، چې په تدریجي ډول به اصلي بودجه او واک دې ادارې ته ورکړل شي او په لنډ وخت کې به استخبارات، دفاع او کورنیو چارو وزارت خپل اهمیت او وړتیا له لاسه ورکړي.
هغه وایي هغه کسان چې د تنقیص په نامه اېستل شوي ډېریو کسانو یې په جګړه کې رول نه درلود او ښایي د طالبانو لپاره د ستونزې جوړولو توان پکې نه وي.
حبیب الرحمن حکمتیار وایي: «دا هغه څه دي چې په ایران کې له انقلاب وروسته پیښ شول. امنیتي ځواکونه د مشرتابه تر کنټرول لاندې نه وو. د سپاه په جوړېدو، د ژمنو اشخاصو استخدام او د لا زیاتو واکونو او بودیجې ورکولو سره، نورو امنیتي ادارو په تدریجي ډول د سپاه پاسداران ایران سره د سیالۍ کولو وړتیا له لاسه ورکړه، تر هغه چې سپاه پاسداران په ایران کې تر ټولو مهم رول ترلاسه کړ».
نوموړی وايي، چې هره داخلي شخړه د سپاه له لارې ځپل کیږي او په پریکړو کې د پام وړ رول لوبوي.
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو په خپلو تشکیلاتو کې تنقیصات راوستي.
د غویي پر لسمه د طالبانو دوه باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ددې ډلې مشر ملاهبت الله په شفاهي امر د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت پوسټ لغو شوی.
له دې وړاندې د طالبانو مشر د یوه حکم په ترڅ کې کورنیو چارو او دفاع چارو وزارتونو ته سپارښتنه کړې وه، چې په خپلو تشکیلاتو کې ۲۰ سلنه تنقیص راولي.