د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د غور ولایت د یوې پېغلې عابدې د ځانوژنې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا یوه دردناکه فاجعه ده چې باید څېړنه یې وشي او له عاملینو سره یې حساب وشي.
بېنېټ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د غور ولایت څخه د یوې ځوانې نجلۍ د ځانوژنې دردناکې راپورونه خپاره شوي. له کورنۍ سره یې خپله خواخوږي شریکوم. د پېښې پلټنه او حسابورکونه اړینه ده.»
نوموړي دا هم زیاته کړې چې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک ظلم دوام لري او دا ډول حالتونه د رواني فشارونو زیاتېدو ته لاره هواروي.
ریچارډ بېنېټ زیاتوي، «د جنسیتي ظلم سیستماتیک حالت لا ډېرې رواني مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري. هغوی چې له رواني ستونزو سره مخ دي، باید له نورو سره په ځانګړي ډول له مسلکي کسانو سره خبرې وکړي. هیله لا شته.»
د بېنېټ دا څرګندونې په داسې وخت دي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي، زدهکړې، کار او اساسي بشري حقونه یې تر پښو لاندې شوي او دې چارې په ټول هېواد کې د ښځو رواني او ټولنیز وضعیت اغېزمن کړی.
د عابدې په نوم يوې نجلۍ د غور ولایت په تيورې ولسوالۍ کې د غویي پر نهمه وروسته له هغه ځان ته اور واچاوه، چې یو طالب قوماندان غوښتل په زور یې خپل ورور ته واده کړي. سرچينې وايي، چې طالب قوماندان له وسلو سره د نجلۍ کور ته ورغلی و .
سرچينو ویلي و، د حاجي محمد رحماني په نوم ځایي طالب وسله وال په زور د نجلۍ کور ته ورغلی، د هغې پلار او ورور یې بندیان کړي وو او غوښتل يې، چې نجلۍ په زور له ځان سره بوځي.
دا پېښه داسې مهال ترسره شوې، چې د طالبانو امربالمعروف ریاست نژدې هره ورځ د جبري نکاح د مخنيوي خبر ورکوي او دا مخنیوی د خپلو لاسته راوړنو یوه برخه ګڼي.