د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندوی دفتر (یوناما) ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې لږترلږه ۵۰ تنه اسماعیلیه مذهبي د مذهبي فشار، ګواښ او تشدد له لارې سني مذهب منلو ته اړ کړي دي.
په یوه درې میاشتني رپوټ کې چې یوناما د پنجشنبې په ورځ خپور کړی، ویل شوي، چې د طالبانو سیمهییزو چارواکو په ځانګړي ډول د امر بالمعروف ادارې مامورینو د شپې له خوا د اسماعیلیه ټولنې غړي له خپلو کورونو ایستلي، د مذهبي عقایدو په تړاو یې ترې پوښتنې کړې او هڅه یې کړې چې د هغوی مذهب بدل کړي.
رپوټ زیاتوي چې طالبان نه یوازې خلک د مذهب بدلولو ته اړ باسي، بلکې په اسماعیلیه مېشتو سیمو کې یې د سني اسلام پر بنسټ دیني مدرسې هم جوړې کړې دي او له خلکو یې غوښتي چې خپل ماشومان هلته واستوي.
یوناما لیکلي، د طالبانو د امر بالمعروف مامورین د جمعې او تراویح لمونځونو په ګډون مذهبي مراسم سخت څاري، بازارونه یې د لمانځه پر مهال تړلي او هغه کسان یې مجازات کړي چې د دوی له مذهبي احکامو سرغړونه کوي.
رپوټ څرګندوي چې طالبانو د فراه، زابل، هلمند او سمنګان په جوماتونو کې د هغو کسانو نوملړ جوړ کړی چې لمونځونو ته نه حاضرېږي، ځینې یې نیولي او بد چلند ورسره شوی دی.
بلخوا، په بادغیس او هرات ولایتونو کې ښځو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د تراویح لمونځونه ترسره کړي.
افغانستان انټرنشنل پښتو په دې اړه له یادو ولایتونو څخه څو رپوټونه درلودل، چې طالبانو خلکو ته جوماتونو کې حاضرۍ اچولې او ښځې د جمعې له لمونځونو را ګرځوي.
د فزیکي سزاوو دوام هم د یوناما د رپوټ مهمه برخه ده. یوناما وايي، د جنورۍ له لومړۍ تر مارچ ۳۱مې پورې، طالبانو لږترلږه ۱۸۰ کسان چې ۱۴۲ نارینه، ۳۵ ښځې او درې نجونې پکې شاملې دي، علناً د دُرو په سزا محکوم کړي.
یوناما د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو له قوله لیکلي چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې سترې محکمې تر اوسه لږترلږه ۲۱۳ کسان په دُرو وهلي دي چې۱۶۹ نارینه او ۴۴پکې ښځې دي.
دا رپوټ داسې مهال خپریږي، چې د افغانستان انټرنشنل - پښتو موندني ښيي، چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۲۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. دې ډلې په دې موده کې یاد شمېر کسان د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې په دُرو وهلي، چې لسګونه ښځې هم پکې شاملې دي.
نامشروع اړیکې، له کور څخه تېښته، بداخلاقي، زنا، لواطت، غلا، رشوت، جعل کاري، د شرابو کار و بار او فرېبکاري هغه جرمونه دي، چې تورن کسان پرې مجازات کېږي.
د افغانستان انټرنشنل دغه نوې موندنې ښيي، چې په عام محضر کې د بدني سزاوو پېښې د ۲۰۲۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله زیاتې شوې دي.