د پاکستان له زندانونو ۵۸ خوشي شوي افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، ۵۸ افغان کډوال چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي وو، له لنډمهالي بند وروسته د غویي میاشتې پر ۱۰مه نېټه افغانستان ته راستانه شول.

د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د ثبت او هرکلي کمېټې د معلوماتو له مخې، یاد کسان له یو تر پنځو ورځو پورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې بنديان وو. راخوشي شوي کسان د بایومټریک ثبت او لومړنیو بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي د کډوالو ستونزې تعقیب کړي او د هغوی د بېرته ستنیدو بهیر اسانه کړي.

تېره ورځ (چهارشنبه) هم د پاکستان له زندانونو شاوخوا ۱۰۰ افغان بندي کډوال خوشي او هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان له څه باندې یوه کال راهیسې په ځانګړې توګه په وروستیو میاشتو کې له دې هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې د اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه پورې ۱۲۰زره کډوال له پاکستان نه اېستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو