په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسیا او ارام سندر لپاره د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې مشر د دوی د مرستیال والي سره په لیدنه کې د کډوالو د روغتیايي خدماتو، ځان ساتنې او ستونزو کمولو په اړه خبري کړي.
په بلخ کې د طالبانو والي دفتر د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی مرستیال والي نورالهادی ابو ادريس د اسیا او ارام سمندر لپاره د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې له مشر ریجیس سويز سره په لیدنه کې ددغه ولایت په ولسواليو کې د ماینونو د خطرونو د پوهاوي په اړه هم خبري کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو لورو د بشري وضعیت، د شمالي زون په کچه د بشري او بیړنیو مرستو، په ولسوالیو کې د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو، د جګړو له قربانیانو سره د مرستو او د کډوالو او راستنېدونکو وضعیت په اړه نظرونه تبادله شو»
د طالبانو په خبره، د سره صلیب نړۍواله کمېټه له ۴۰ کلنو څخه زيات په افغانستان کې فعاله او په شمالي زون کې د فزیوتراپي، د زړه د سوریو کسانو د درملنې، روغتيايي مرکزونو ملاتړ، د اوبو رسولو شبکو جوړول او د کار په بدل کې د نغدو پيسو د پروګرامونو په برخه کې کار کوي.
د دغه کمېټې اسیاسي مشر ویلي، چې په شمال کې د ۱۶ روغتيايي مرکزونو مالي ملاتړ کوي، چې ۵ يې په بلخ ولایت کې دي.
نوموړي زياته کړې، چې افغان کډوالو ته پاملرنه یې لومړیتوب دی او د هغوی بېلابېلو ستونزو حل ته به رسېدنه کوي.
که څه هم طالبان په افغانستان کې کډوالو ته د امکاناتو د برابرېدو خبري کوي، خو ډېر ستانه شوي کډوال بیا وایي، چې د ژوند لومړنيو اسانتیاو ته لاس رسی هم نه لري.