د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ یونسیار په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې «یو لک او ۴۴ زره افغانان» په جبري توګه له پاکستان نه اېستل شوي دي.
یاد سازمان زیاتوي چې د دغو ستنو شویو له ډلې له نیمایي ډیرو یې قانوني اسناد نه لرل.
دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، څرګندوي چې په اپرېل کې له پاکستان نه افغانستان ته د راستنېدونکو افغانانو شمېر له ۲۰۲۳ کال د سیپټمبر راهیسې تر ټولو لوړ و.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، د دغو افغانانو له ډلې ۷۲ سلنه کسانو د استوګنې هېڅ ډول قانوني سندونه نه لرل، ۲۲ سلنه نورو بیا د افغان وګړو د تابعیت کارتونه (ACC) لرل او ۶سلنه نور بیا د ملګرو ملتونو ثبت شويو سندونو یا (POR) لرونکي وو.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یونسیار له قوله لیکلي، د اپرېل په میاشت کې تر ۲۴ زره او ۴۰۰ زیات افغانان د پاکستان امنیتي ځواکونو نیولي دي، چې دا شمېر د نورو میاشتو په پرتله څو چنده زیاتوالی ښيی.
د دغو کسانو ډېره برخه یې په پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې نیول شوي دي.
د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) هم یو جلا راپور کې ویلي، چې د اپرېل له ۲۰مې تر ۲۶مې، له پاکستانه د هغو افغانانو د وتلو کچه لوړه شوې، چې قانوني اسناد نه لري.
د دغه سازمان د مرکو پر بنسټ، شاوخوا ۶۵ سلنه راستنېدونکي هېڅ سند نه لري.
یاد سازمان همداراز ویلي، چې د اپرېل په همدې موده کې شاوخوا ۱۴،۹۰۹ نارینه د ایران له ابونصر فراهي او میلَک سرحدي دروازو څخه بېرته هیواد ته ستانه کړای شوي دي، چې د ټولو راستنېدونکو ۹۱ سلنه جوړوي.
برعکس، یوازې ۱،۴۸۷ ښځې بېرته هېواد ته راستنې شوي دي، چې ۹ سلنه جوړوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ راپور همدا راز کاږي، چې افغانستان اوس مهال د شاوخوا ۳.۲۲ میلیونه داخلي بېځایه شویو، ۱.۶۵ میلیونه راستنېدونکو او نږدې ۲۰،۹۰۰ ثبت شويو کډوالو کوربه دی، چې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.