د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانان فضل الرحمان ویلي، چې له ظاهر شاه څخه نیولې تر اشرف غني پورې د افغانستان ټول حکومتونه د هند ضد و، خو طالبان بیا برعکس د پاکستان ملګري دي.
هغه دغه څرګندونې د (غوایي ۱۱مه) په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته کړي دي او ټینګار یې کړی چې اسلام اباد باید له طالبانو سره خپلې سفارتي اړیکې پراخې کړي.
هغه ویلي، چې د پاکستان اوسني حکومت له لوري طالبان په لوی لاس دې ته مجبوره کېږي، څو ترې واټن واخلي او نورو هېوادونو سره خبرې وکړي.
هغه وویل: «سرحدونه بند دي. زرګونه موټرې هلته ولاړې دي او زرګونه دلته ولاړې دي. د عامو وګړو مالونه تباه کېږي.»
د نوموړي په وینا، له طالبانو سره د اړیکو ترینګلتیا د پاکستان د ناسمو تګلارو زېږنده ده. مولانا فضل الرحمان همدا راز زیاته کړې چې د افغانستان په ګډون د هند او نورو هېوادونو اقتصادي وضعیت مخ په کیدو دی، خو د پاکستان بیا ورځ تر بلې په ځوړ روان دی.
هغه همدا راز خبرداری ورکړی، که پاکستان له هندوستان سره ښکېل کېږي، نو د دغه هېواد ټول وګړي به د پوځ تر شاه ودرېږي او که له افغانستان سره ښکېل شي، نو هېڅوک به یې ملاتړ ونه کړي.
نوموړي زیاته کړه: «د هند خلاف ټول پاکستانیان مجاهدین دي. مګر د افغانستان خلاف څوک نه ودرېږي. لږ فکر وکړئ او دا خبره تجزیه کړئ.»
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر چې د طالبانو خواخوږی دی، په وار وار یې په کابل د دغه واکمنۍ ډلې په ملاتړ څرګندونې کړي دي.
هغه د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې افغانستان ته سفر هم کړی و او له طالبانو سره یې د پاکستان د اړیکو په ښه کیدو خبرې کړې وې.
مولانا فضل الرحمان په تېرو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو او د افغانستان د پخوانیو جمهوري نظام په خلاف د طالبانو جګړه «جهاد» بللو. هغه دا هم ویلي وو چې په پاکستان کې جمهوریت غواړي، خو په افغانستان کې یې بیا د ولسواکۍ مخالفت کاوه.