د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، چې د پاکستان حکومت د دې پر ځای چې د دغه هیواد ستونزې حل کړي لا یې زیاتې کړي.
هغه وايي، د پاکستان حکومت او خلک د دې پر ځای چې د کشمیر په موضوع لګیا دي، دوی دې له افغانستان سره اړیکې روغې کړي.
هغه وايي، افغانستان کې له ظاهرشاه رانیولې تر اشرف غني پورې ټولو حکومتونو له هند سره ښې اړیکې لرلې او یوازې طالبان دي چې هغوی یې نه لري.