یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن سهار د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې پاکستاني پولیسو ګڼ شمیر افغان کډوال نیولي.
دا هغه کسان و، چې تازه یې د ویزو موده پوره شوې وه؛ خو د ویزو د تمدیدۍ اسناد یې له ځانه سره لرل.
په هغو ویډیوګانو کې چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، ښکاري، چې پولیسو له افغان کډوالو لوی موټرونه ډک کړي او د پولیس مرکز ته یې لېږدوي.
د اسلام اباد په بي ۱۷ښارګوټي کې مېشت افغانان وایي، چې نن سهار یې بیا د پولیسو په تالاشۍ پیل کړل او پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼې کورنۍ ونیولې.
د دغه کډوالو په وینا، پولیسو یې دروازې په زوره وروهلې، چې ان ماشومان یې وېرولي دي.