ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال او شمال ختيځ ولایتونو کې د وچکالۍ د اغېز کمولو لپاره د زیانمنو خلکو سره ۱۶.۶ میليونه ډالره مرسته اعلان کړه.
دا تر ټولو لويه لومړنۍ مالي مرسته یاده شوې، چې د وچکالۍ پر وړاندې د مخکني اقدام په موخه تر سره کيږي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې د پنجشنې په ورځ د (غويي ۱۱مه) په یوه خبر کې ویلي، چې دا تر ټولو لويه ګډه مالي مرسته ده، چې ۶.۶ میليونه ډالره له بېړني حالت د مرکزي صندوق او ۱۰ میلیونه ډالره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه برابري شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو او بيړنيو مرستو همغږي کوونکي ټام فليچر افغانستان ته د خپل پنځه ورځني سفر پر مهال وویل: « کله چې موږ سم علم او دقیق معلومات ولرو، کولای شو چټک عمل وکړو، ډېر خلک خوندي کړو، او محدودې منابع تر ډېره وکاروو، په داسې وخت کې چې د مالي ملاتړ سخت کمښت د افغانستان بشري کړکېچ لا ژور کړی دی.»
د اوچا د معلوماتو له مخې، دغه مرستې تر ډېره د هغو څلور ولایتونو (فاریاب، تخار، سرپل او بدخشان) لپاره دي، چې اوچکالۍ سخت ځپلي دي.
اوچا د کروندګرو او عيني شاهدانو له قوله لیکلي، چې فاریاب له پنځو کلونو څخه تر ټولو بده وچکالي تجریبه کوي.
ملګرو ملتونو ډاډ وړاندې کړی، چې د خپلو شریکانو سره پر وخت بېلابېلې مرستې تر سره کوي.
د همدې ادارې په خبره، چې ملګري ملتونه د خپلو پنځو ادارو، له شپږو نړۍوالو غيري دولتي موسسو او لسو افغاني بنسټونو سره کار کوي تر څو په سیمه ييزه کچه دغه ستونزه حل کړي.
اوچا ويلي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې، د بیړني غبرګون مرکزي صندوق او د هېواد پر بنسټ ګډ صندوقونو په ترتیب سره ۱۲۲ میلیونه او ۴۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي، تر څو په ټوله نړۍ کې وچکالیو، سېلابونو، طوفانونو او د ناروغیو خپرېدو ته د وړاندوینې پر بنسټ غبرګونونه مرسته وکړي.