منظور پشتین: پښتانه نور د پنجاب او د پنجاب له جنرالانو سره ندي ولاړ

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۱

د پښتون ژغورنې غوځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي چې پښتانه یوازې د خپل وطن له پاره ولاړ دي، نوموړي زیاته کړې چې نور پښتانه د پښتنو په وینو کاروبار کونکو پنجابي جرنیلانو او د هغوی په وطنونو کې د جنګونو سره نه دریږي.

تمه ده چې جمعې په ورځ د مۍ په دویمه نېټه د سویلي وزیرستان په واڼه کې د پښتنو د امن، انصاف او حقونو په اړه ولسي پاڅون ترسره شي.

ددغه پاڅون ګډوالو ته منظور احمد پشتین په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:« په دغه پاڅو کې دې پښتانه د خپل پښتون وطن خبره وکړي، د واڼه د امن خبره دې وکړي، د پښتون وطن د امن، وسایلو، او خپلو ملي قیدیانو لکه علي وزیر، حاجي عبدالصمد خان او ملک نصیر ذکر دې پکې وشي.»

منظور وړاندې لیکلي چې پاڅونوال دې د پښتنو پر ملي تحریک، پي ټي ایم، د لګول شویو بندیزونو پر ضد خبره وکړي.

نوموړي له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو په اړه پاڅونوال متوجه کړي او ویلي یې دي چې پاڅون کې دې د بر وطن افغانانو جبري ویستلو پر ضد هم خبره دې وشي.

د پې ټي ایم دغه مشر وایي چې پدې پاڅون کې به د پي ټي ایم ملګري، د ټولو سیاسي تنظیمونو ملګري، علماء کرام، او سماجي فعالین په یوالي ګډون وکړي.

نوموړي د فیسبوک په دغه لیکنه کې د هند پر وړاندې په هغه پښتنو اعتراض کړی چې د پاکستان له پوځ سره یې د ملاتړ په موخه لاریونونه کړي.

منظور لیکلي: «ټول ولسونه دې پکې ګډون وکړي، چې 'شاڼه بشاڼه' واله یي هم وویني چې پښتانه یواځې د خپل وطن لپاره ولاړ دي. نور پښتانه د پښتنو په وینو کاروبار کونکو پنجابي جرنیلانو د وطنونو د لانجو پیښو سره نه درېږي.»

یاده دې وي چې د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته په خېبر پښتونخوا کې یو شمېر خلکو د هند پر ضد د پاکستان پوځ سره د ملاتړ لاریوونه وکړل، که څه هم دغه لاریونونه د پخوا په پرتله کمرنګه وو خو په سوشل میډا یې سخت غبرګونونه را وپارول، د سوشل میډیا کاروونکو دغه لاریونوال په پښتنو سیمو کې د روانو جګړو او نا امنیو ملاتړي وبلل.

نور خبرونه

رادیو