د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ طالب پلاوي په دوحه کې د حماس وسله والې ډلې د رهبري شورا له مشر او ددې ډلې له نورو مشرانو سره کتلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې امیرخان متقي د حماس د رهبري شورا رییس اسماعیل درویش او نورو غړو ته د غزې د وژل شویو کسانو لپاره د دوعا په خاطر لاسونه پورته کړل او هغوی یې د اسراییل پر وړاندې د «ثبات او مبارزې»له امله وستایل.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، چې « په دې ناسته کې په غزه کې د اسراييل نسلوژنه او د ډلهييزې لوږې غير انساني چلند وغندل شو».
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير په دې ناسته کې له خپله اړخه د فلسطينيانو د جګړې ملاتړی کړی او ویلي یې دي، چې « د فلسطیني ولس د مشروع مبارزې ملاتړ کوي او د بريا هيله ورته کوي».
طالبانو له دې وړاندې هم د حماس وسله والې ډلې له غړو سره لیده کاته کړي او ددې ډلې ملاتړ یې څرګند کړی.