پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د یاد هېواد پولیسو د پنجشنبې په ورځ د تورخم له لارې د افغانانو د ایستلو په روانه لړۍ کې ۱۶۹۹ کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړي دي.
د راپور له مخې د (غوایي ۱۱مه) په دغو کسانو کې ۶۳۳ تنه یې د افغان وګړو کارت لرونکي (ACC) درلودونکي وو او ۱۰۶۶ نورو بیا د مېشتیدو هېڅ ډول قانوني اسناد نه لرل.
همدا راز د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوالو ته هم د روان زېږدیز کال د جون تر پایه وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.
د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې تر یادې نېټې وروسته به د پي او ار (POR) کارت لرونکو په وړاندې جدي اقدامات وکړي او د پولیسو له لوري به په زوره خپل هېواد ته وایستل شي.
چارواکو خبرداری ورکړی، چې دا ځل د افغانانو د ایستلو لپاره په ټاکل شوې موده کې هېڅ ډول بدلون نه راځي.
د بشري حقونو او کډوالو ملاتړ سازمانونو له پاکستان نه غوښتي، چې په زور د افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي، خو ښکاري چې اسلام اباد دا ځل دغو غوښتنو ته چندان پام نه دی کړی. پاکستان داسې مهال د افغان کډوالو ایستلو دغه لړۍ پیل کړې، چې په کور دننه بشري ناورین او فقر په اوج کې دی.
د طالبانو له واکمنۍ راهیسې لوږه ډېره شوې او د بې روزګارۍ کړکېچ هم ورځ تر بلې ډېریدونکی دی.
پاکستان کې تر دوه میلیونه ډېر افغان کډوال مېشت دي او باورونه دا دی که د ستنیدونکو دغه څپه همداسې دوام ولري، نو په هېواد کې به ورسره روان ناورین لا پراخ شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ لا له وړاندې اندېښنه ښودلې، چې افغانستان ته بېرته ستنیدونکي کسان په ځانګړې توګه نجونې او ښخې له ناڅرګنده راتلونکي سره مخ دي. دغه سازمان ویلي، چې د زده کړو تر څنګ به دغه بېرته ستنیدونکې نجونې د طالبانو له نورو محدودیتونو سره مخې شي.
همدا راز له ایران څخه هم د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر روان دی او ښايي په نږدې راتلونکي کې د افغانستان دغه ګاونډي هم دا لړۍ ګړندۍ کړې.
نیوکې دا دي، چې طالبان د سرپناوو، بشري مرستو، خوراکي توکو، روزګار او بېلابېلو برخو کې تازه ستنیدونکو ته اسانتیاوو چمتو کولو کې پاتې راغلي دي.
طالبانو له نړۍوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو څخه غوښتي، چې د بېرته ستنیدونکو افغانانو لپاره دې ورسره لازمې بشري او مالي مرستې وکړي.