د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې د طالبانو د هغه پرېکړې څخه چې په ښوونځیو کې یې پر زده کوونکو لونګۍ او سپینې جامې اغوستل جبري کړي خلک ناراضه دي.
د طالبانو پوهنې وزارت ویلي، چې دغه پرېکړه یې د «اسلامي شرعي لباس د ترویج او د نظم د ټینګښت لپاره کړې ده.»
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د پرېکړې له مخې د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو ته سپارښتنه شوې، چې د نوي یونیفورم له مخې باید زده کوونکي لونګۍ په سر کړي او سپینې جامې هم واغوندي.
د وزارت په خبره، په دې اړوند حکم کې راغلي: «اسلام د حیا، وقار او کرامت معیارونه د لباس له لارې ساتي. شرعي لباس د یوه مسلمان نارینه او ښځینه هویت څرګندوي.»
په راپور کې د هرات ولایت اړوند د یوه ښوونځي د زده کوونکي نصیر احمد له قوله لیکل شوي: «د کال په پیل کې ډېرو کمو زده کوونکو دغه لباس اغوسته، خو اوس مجبوره یو. ښوونکو وویل که یونیفورم او لونګۍ ونه لرو، ټولګي ته د ننوتو اجازه به را نکړي.»
د قاسم په نوم یوه بل زده کوونکي ویلي: « زما څو ملګري د لونګۍ د نه په سرولو له کبله له ښوونځي وشړل شول.»
نوموړی زیاتوی چې د امربالمعروف محتسبان په ښوونځیو کې د دغه پرېکړې د عملي کیدو لپاره ګرځي. خو د افغانستان په جنوب کندهار ولایت کې بیا خلک دې پرېکړې خوښ دي.
د محمود طرزي لېسې زده کوونکي محمد ولي په وینا: «زه خوشاله یې چې د رسول الله لباس اغوندم. دا لباس د کوڅو او بازار خلک سره بېلوي.»
د راپور له مخې، په کابل کې بیا زده کوونکي یوازې ښوونځي ته د تګ پر مهال لونګۍ په سروي او کله چې له مکتبه وځي بېرته یې په بکس کې پټوي.
فرانس پرېس وايي، چې ښوونکي او مدیران هم اړ شوي د نېکټایي او درېشۍ پر ځای له جامو اغوستو تر څنګ لونګۍ ووهي. یوه ښوونکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: « اوس ټول یو ډول شوي یو. ډاکټر نور د ډاکټر په څېر نه ښکاري، اشپز هم د اشپز په څېر نه معلومېږي.»
په راپور کې زیاته شوې، چې یوه لونګۍ شاخوا ۱۰۰۰ افغانۍ قیمت لري او همدا راز د جامو اخیستل هم د بې وزله په روانه څپه کې خلکو ته په لویه بیه تمامېږي.
اقتصادي ستونزې او فقر هم د دغه یونیفورم د پلي کیدو په برخه کې لویې ستونزې یادې شوي چې له کبله یې زده کوونکي له کړاو سره مخ دي.
همدا راز ویل شوي چې په کلیوالي سیمو کې ښوونځي سرپناوې نه لري او د ونو تر سیورې لاندې ټولګي فعال دي، خو طالبانو د یونیفورم پر تطبیق تر بل هر څه ډېر ټینګار کړی دی.