د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۱۱مه) خبر ورکړی، چې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یې د غلا په تور یو کس په ۳۹ درو وهلی دی.
د دغې محکمې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس په غزني ولایت کې د طالبانو د ابتدایه محکمې لهخوا په درې کاله تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.