کرزی طالبانو ته: د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې خلاصې کړئ

۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې له یو شمېر سوداګرو او د پوهنتون له استادانو سره په لیدنه کې پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو پر مخ دې د ښوونخیو او پوهنځیو دروازې ژر تر ژره پرانېزي.

د حامد کرزي رسنیز دفتر د (غوایي ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پخواني ولسمشر همدا راز د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي تفاهم هم اړین وباله.

د ناستې ګډونوالو همدا راز نجونو ته د زده کړ و زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.

پخواني ولسمشر تر دې دمخه هم څو څو ځله له طالبانو د نجونو د زده کړو پیل کیدو په تړاو غوښتنې کړي، خو پر کابل واکمنې دغه ډلې پرې چندان غوږ نه دی ګرولی.

نور خبرونه

رادیو