د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې په هرات ولایت کې یې ۶۶۰ میلیونه د افغانيو زاړه بانک نوټونه سوځولي دي.
د دغه بانک معلومات دي، چې دغو له کاره لویدلو افغانیو کې له لسګون نیولې تر زرګون پورې بانک نوټونه شامل وو، چې د پلاوي په مخ کې سوځول شوي.