د بنو پولیس وايي، چې تیره شپه د پښتونخوا په بنو کې له وسله والو سره په مخامخ نښته کې د ترهګرۍ ضد څانګې درې پولیس وژل شوي او یو ټپي دی.
پولیس وايي، په دغه نښته یو وسله وال هم وژل شوی دی.
پولیسو ځايي خبریالانو ته ویلي، چې دغه وسله وال د ټي ټي پي اړوند وو او دوی په سیمه کې د وسله والو د لټون عملیات پیل کړي.