د خېبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې درې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۱

پاکستاني رسنيو د سيمه ييزو امنیتي مسولينو له قوله خبر ورکړی، چې په خېبرپښتونخوا کې د عملیاتو او وسله والو سره د نښتو پر مهال ۳ پوليسو وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي. دغه نښتې د خېبر پښتونخوا په بنو کې ترسره شوي.

د پولیسو یوه ویاند زياته کړې، چې د وسله والو پر وړاندي دا عملیات د بنو ولسوالۍ په چشمې سيمه کې پيل شوي دي.

په خيبرپښتونخوا کې د پوليسو یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۱مه) رسنيو ته ویلي، په نښته کې دوه ټپيان شوي پوليس يې د تداوی لپاره روغتون انتقال کړي.

د پوليسو دغه ویاند زياتوي، چې وسله والو مخالفينو ته یې هم تلفات اړولي او ګڼ مهمات يې هم ترې نيولي دي. «مخالفینو خپل ټپي ملګري له ځانو سره وړي او تښتېدلي دي.»

د هغه په خبره، چې په سېمه کې يې عملیات دوام لري.

په سيمه کې ملکي مشرانو د پاکستان د همدې عملياتو په پيلېدو ناخوښه دي او وايي، چې مرکزي حکومت ته به خپل شکایتونه ورسوي.

نور خبرونه

رادیو