یونېسېف: کندهار کې د نوزېږو ماشومانو د مړینې کچه تر نورو ولایتونو لوړه ده

۵ ساعتونه مخکې

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونېسف) په کندهار کې د نوزېږو ماشومانو د لوړې کچې مړینې په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، په دغه ولایت کې د نوزیږو ماشومانو د مړېنې شمېر د افغانستان په کچه خورا لوړ دی.

د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر پر خپله اېکسپانه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د بشري مرستو کمښت د مېلیونونو کسان ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

ټام فلیچر کندهار ته د خپل سفر پرمهال له میرویس روغتون څخه لیدنه کړې او وايي، چې د مرستو کمښت پرېکړې پایله د کندهار د مرکزي روغتون په څير لویو رغتونونو کې لیدل کیږي او د ماشومانو د ژوند ژغورلو او نه ژغورلو لپاره ډاکټران سختې پرېکړې کوي.

ټام فلیچر وايي:«د دغو پرېکړو اغیز موږ په لویو روغتونونو کې وینو، دلته درې یا څلور ناروغان په یوه بستر باندې پراته وي. نويو زیږیدلو ماشومانو ته ډیره پاملرنه نه شته. ډاکټران د ژوند ژغورلو یا نه ژغورلو تر ټولو غمجنې پرېکړې کوي. دا واقعیت نه شي پټیدلای. دا رښتیا دي او دا د مالي مرستو د کمښت اغیز دی.»

نوموړی وايي، سره له دې چې روغتیايي سیسټم پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو ولاړ دی خو په دغه روغتون کې د ښځینه کارکوونکو معاشونه له نیمايي هم زیات کم شوي دي. هغه زیاتوي، «د مرستو د کمښت پایله داده چې مېلیونونه انسانان مري.»

پر همدغه مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د ټام فلیچر د ویډیو په بیا خپرولو سره ویلي، چې په کندهار کې د نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې کچه خورا لوړه ده.

یونېسف وايي، د بشري مرستو د کمېدو له امله د روغتیايي خدمتونو د دوام وړتیا له جدي ګواښ سره مخ شوې ده.

یادې ادارې ویلي، چې د نویو زیږیدلو ماشومانو د ملاتړ لپاره طبي وسایل، درمل او د روغتیايي کارکوونکو لپاره مسلکي روزنې په برخه کې یې خپله همکاري دوامداره ساتلې ده.

نور خبرونه

رادیو