د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د عمان د پاچا د ځانګړي فرمان پر بنسټ، ۹ تنه خوشي شوي، چې شپږ تنه یې افغانستان ته راستانه شوي.
د طالبانو د بهرنو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د عمان شاهي حکومت د پاچا هیثم طارق ال سعید د کوچني اختر د مبارکې ورځې په پار صادر شوي ځانګړي فرمان پر بنسټ ۹ تنه افغان بندیان خوشي شول.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یادو افغان کډوالو له ډلې یې شپږ تنه افغانستان ته راستانه شوي او پاتې درې تنه به هم ډیر ژر هېواد ته راستانه شي.
طالبانو د عمان له زندان څخه ازادو شویو ۹ تنو افغان بندیانو نومونه هم په ډاګه کړي دي.
طالبانو د یادو افغان بندیانو د خوشې کېدو له امله د عمان شاهي حکومت څخه د نورو همکاریو غوښتنه کړې.