د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع الحق خالص په کابل کې د جاپان له سفیر سره د لیدنې پرمهال غوښتنه کړې، چې د اقلیم بدلون په ۳۰مه نړیواله غونډه کې دغه ډلې ته د ګډون زمینه برابره کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مطیع الحق خالص د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومییا سره د لیدنې پرمهال د چاپېریالي موضوعاتو په اړه خبرې کړې.
خالص په دې لیدنه کې له جاپان څخه غوښتنه کړې، چې له چاپېریالي کنوانسیونونو غوښتنه وکړي، څو د افغانستان ځنډول شوې چاپېریالي پروژې بیا پیل شي او افغانستان ته د فعال غړي په توګه په ټولو نړیوالو غونډو کې بلنه وکړل شي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان ګڼې چاپېریالي پروژې ځنډول شوې دي.
همدارنګه د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس له جاپان څخه غوښتنه کړې، چې د اقلیم بدلون په ۳۰م نړیوال کنفرانس کې دې دغې ډلې ته د ګډون برابره کړي، څو له اقلیمي بدلون سره د جوړښت په برخه کې ځانګړې شوې بودجې ته لاسرسی پیدا کړي.
د اقلیم بدلون نړۍوال کنفرانس ۳۰ مه ناسته (COP-30) د روان کال په نومبر میاشت کې د برازیل په بیلم ښار کې ترسره کیږي. په دغه کنفرانس کې د نړۍ هېوادونه راټولیږي او د اقلیم بدلون پروړاندې ګډې پرېکړې کوي.
مطیع الحق خالص ویلي:«جاپان باید د چاپېریالي تجهیزاتو، د ظرفیت لوړونې لنډ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونو په جوړولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.»
د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې ویلي، چې د جاپان سفیر د افغانستان ځنډول شويو چاپېریالي پروژو د بیا پیل په اړه د همکارۍ ژمنه کړې ده.
طالبان وايي، افغانستان په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه شپږم متضرر هېواد دی.