عمر داودزی: ګورو چې طالبان د عابدې د ځان سوځونې پېښه کې څه ډول عدالت پلی کوي

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان د کورنيو چارو پخوانی وزير عمر داودزي پر اېکس پاڼه پوښتلي، چې که د طالبانو په شتون کې د قدرت جزيزې او پاټکونه ختم شوي وي، نو د غور په تیورې ولسوالۍ کې د عابدې په نوم د نجلۍ د ځان سوځولو کیسه څه ده؟

نوموړي لیکلي، ګوري، چې د دې قضيې په برخه کې «طالبان عمري عدالت پلی کوي او که عوام فریبي کوي.»

عمر داودزي د غور په تيورې ولسوالۍ کې د عابدې په نوم د يوې نجلۍ د ځان سوځونې پېښې ته په اشارې طالبانو ته د پېغور په ډول ليکلي: « وایي دقدرت جزیرې ختمې شوې دي، پاټکونه نور نشته، زورګویۍ ته دپای ټکۍ ایښودل شوی. اداره یوه لاس کې ده. دامیر فرمان په ټول ملک کې نافذ دی. نو د غور د عابدې د ځان سوځولو کیسه څه ده؟»

پرون د عابدې په نوم يوې نجلۍ د غور ولایت په تيورې ولسوالۍ کې وروسته له هغه ځان ته اور اچولی، چې یو طالب قوماندان غوښتل په زور یې خپل ورور ته واده کړي.

سرچينې وايي، چې طالب قوماندان له وسلو سره د نجلۍ کور ته ورغلی و او تر ګواښ وروسته نجلۍ ځان هغوی ته تسلیم نه کړ او ځان ته یې اور واچاوه.

نور خبرونه

رادیو