د باجوړ د ماموندو په بره لغړۍ سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده، چې له امله یې څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
ځایي پولیسو ویلي، چې ټپیان یې د سیمې نږدې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدولي دي.
د باجوړ ځایي چارواکو خبریالانو ته ویلي، «پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په سیمه کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه وه.»