هندي چارواکي وايي، چې د جمو کشمیر پهلګام په سیمه کې له ترهګریز برید وروسته نږدې ۵۰سیاحتي سیمې د احتیاطي تدابیرو په لړ کې تړل شوې دي.
په سویلي کشمیر کې څو مشهور مغلي باغونه هم قفل شوي دي او د خلکو ور تګ بند شوی دی.
د سې شنبې په ورځ محلي چارواکو وویل چې د سیاحت لپاره بندې شوې سیمې ډېری په لرې پرتو سیمو کې دي او دا هغه ځایونه دي چې په تېرو لسو کلونو کې د سیلانیانو پر مخ پرانیستل شوي وو.
دهندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، چارواکي وايي چې دا اقدام د سیلانیانو د امنیت د خوندیتوب لپاره شوی او ښايي نور ځایونه هم ډېر ژر وتړل شي.
په سویلي کشمیر کې څو مشهور مغلي باغونه هم قفل شوي دي او د خلکو ور تګ بند شوی دی.
د کشمیر وروستي برید د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي او داسې اټکل کیږي چې ښايي هند په پاکستان کې د ورانکارو ډلو خلاف عملیات وکړي.