د لبنان دولتي سرچینو د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د دغه هېواد پوځ د حزبالله ډلې له خوا کارېدونکي له ۵۰۰زیات مرکزونه، چې په جنوبي او شمالي سیمو او د بیروت په جنوبي ضاحیه سیمه کې موقعیت لري، تر خپل پوځي کنټرول لاندې راوستي دي.
تمه ده چې سبا د چارشنبې په ورځ امریکایي جنرال جاسپر جفرز، چې د اوربند کمېټې مشر دی، بیروت ته سفر وکړي. نوموړی به هلته د لبنان له ولسمشر جوزف عون، لومړي وزیر نواف سلام او د پارلمان له رییس نبیه بري سره سیاسي لیدنې ترسره کړي.
د لبناني رسنیو د رپوټونو له مخې، د لبنان دولت به د اوربند هوکړې د عملي کولو پرمختګ جزئیات له جفرز سره شریک کړي او همداراز به پر اسراییل د اوربند د سرغړونو شکایت هم ورته وړاندې کړي.
د نومبر له اوربند وروسته، اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ماښام درېیم ځل د بیروت جنوبي ضاحیه سیمه بمباري کړې ده.
د اسراییل د صدراعظم دفتر ویلي چې برید د حزبالله پر یوه ګودام شوی، چې «دقیق توغندي»پکې ساتل کېدل.
دوی زیاتوي چې دغه برید د دې لپاره شوی چې حزبالله ونه شي کولای له ضاحیې څخه د «خوندي پناه ځای» په توګه بیا کار واخلي.
د لبنان ولسمشر په غبرګون کې د اوربند له تضمینوونکو هېوادونو امریکا او فرانسې غوښتنه کړې چې پر اسراییل فشار راولي څو سملاسي له دغو بریدونو لاس واخلي.