د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې یوه نفوذي طالب خپل درې ملګري په ډزو ووژل

۳ ساعتونه مخکې

په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي سرچینې وايي چې نن سهار شاوخوا لس بجې د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ کې په یوه امنیتی پوسته کې یوه نفوذي طالب پر خپلو ملګرو ډزې کړې دي.

په ډزو کې درې طالبان وژل شوي دي او ۳ نور ټپیان دي.

دا پېښه نن سې شنبې د غويي ۹مه د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ بره اشپان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو د معلومات له مخې بریدګر طالب له پېښې وروسته نیول شوی دی او اوس مهال ورڅخه څېړنې روانې دي.

یو ځايي طالب مسوول:« د پېښې په اړه څېړونې روانې دي او دا احتمال شته، چې نفوذي طالب له خوارجو سره اړیکه لري.»

طالبانو خوارج نوم د داعش خراسان ډلې ته کاروي.

د شېرزادو ولسوالۍ یو قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل هغه طالب چې پر خپلو ملګرو ډزې کړي په دې پوسته کې د شپږ په توګه هم کار کاو.

دنوموړی زیاتوي په وژل شوو طالبانو کې د قاري دین محمد یو طالب هم شامل دی، چې د پوستې مسوولیت یې پر غاړه درلود.

تروسه پورې په ننګرهار کې د طالبانو مسوولینو ددې

نور خبرونه

رادیو