د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیزو سرغړونو د څیړلو کمیسیون په کابل کې د راه فردا ټلویزیون خپرنې ځنډولې دي.
یاد وزارت وايي، چې د دغه ټلویزیون خپرونې یې له دې امله ځنډولې دي، چې کارکوونکو ته یې معاشونه نه دي ور کړي.
کمیسیون د ټلویزیون دوسیه محکمې ته راجع کړې او پریکړه یې کړې، چې د محکمې تر پرېکړې به د راه فردا ټلویزیون خپرونې بندې وي.
دا پرېکړه داسې مهال ده، چې د طالبانو له ادارو نه مکرر شکایتونه کیږي، چې خپلو کارکوونکو ته پر وخت معاشونه نه ور کوي.
راه فردا ټلویزیون د طالبانو په سیاسي مخالف محمد محقق پورې تړلی ګڼل کیږي.