طالبان: د پاکستان له زندانونو ۲۹‌ افغان بندیان خوشې شول

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې (د غوایي اتمه) د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۲۹ افغان بندیان خوشې شوي دي.

دغه وزارت وايي، چې دغه کسان تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د یاد وزارت خبرپاڼېکې راغلي، چې دغو کسانو له یوې تر دوو ورځو په زندانونو کې تېره کړې ده.

که څه هم په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرم په اړه څه نه دي راغلي؛ خو تر ډېره دا هغه افغان کډوال دي، چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو پرته مېشت وي.

نور خبرونه

رادیو