د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي په بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير محمد بن عبدالعزيز الخليفي سره کتنه کې هیله څرګنده کړې، چې دوحه دې له طالبانو سره د ډېپلوماټیکو اړیکو کچه لوړه کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخې نن سې شنبه، د غويي ۹مه، وویل، چې په دې ناسته کې دواړو لوريو پر دوو اړخيزو اړيکو، مختلفو برخو کې د همکاريو پر پراختيا او ځينو سيمهييزو مسايلو خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي:«د هېواد د بهرنيو چارو وزير قطر سره د افغانستان اړيکې مثبتې وبللې او هيله يې څرگنده کړه چې دواړه هېوادونه په نږدې راتلونکي کې د ديپلوماتيکو اړيکو کچه لوړه کړي.»
امير خان متقي په پراختيايي او بشري برخو کې له افغانستان سره د قطر مرستې ارزښتناکې وبللې او د افغانستان حکومت له اړخه يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي چې په بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير هم له افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې نږدې وگڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د همکاريو د پراختيا خبرې وکړې.
دوی زیاتوي چې محمد بن عبدالعزيز الخليفي په کلتوري، روغتيايي، سپورتي او د کاريګرو لېږد برخو کې له افغانستان سره د مرستو لپاره چمتووالی وښود.
الخلیفي ټينګار کړی، چې د چارو د ښه تعقيب لپاره د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ د منظمو تماسونو ميکانيزم رامنځ ته شي.
دواړو لوريو د ناستې په پای کې د دواړو هېوادونو د ګڼو ارګانونو ترمنځ پر نږدې همکارۍ او ليدو کتو هوکړه کړې ده.
امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ د یوه جګپوړي طالب پلاوي په مشرۍ دوحې ته لاړ.
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي دي.