طالبانو په پنجشېر ولایت کې د ۲۲۶ زره ډالرو په ارزښت د څه باندې ۳ زره قیراطه زمردو د پلورلو خبر ورکړ.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د یاد ولایت د ځايي مسوولینو له قوله د سې شنبې په ورځ (د غویي ۹مه) راپور ورکړی، چې دغې ډلې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۳ زره او ۲۹۵ قیراطه زمرد د ۲۲۶ زره او ۵۶۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي و، چې په دغه ولایت کې د زمردو د کان کېندونکو شمېر ۴۰ سلنه زيات شوی.
د طالبانو دغه اداره زياتوي، چې دا مهال په پنجشېر کې د زمردو کان ۲۱ نوې سيمې رامنځته شوي او کان کېندنې پکې پیل دي.
دوی همداراز زیاته کړې، چې تر اوسه په پنجشېر کې د زمردو د کانونو د استخراج او کان کېندنې په برخه کې ۶۰۰ شرکتونه رسمي جوازونه لري او په کارونو بوخت دي.