د طالبانو ټولګټو وزارت وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي سره وکتل.
بیګدلي وویل چې د ابونصر فراهي میل ۷۸سړک د بشپړېدو لپاره ۱۰میلیونه یورو ځانګړې شوې.» هغه دغه راز زیاته کړه، چې د یاد سړک کار به د روان کال تر پایه بشپړ شي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن سې شنبه د غويي ۹مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په دې کتنه کې د ابو نصر فراهي میل ۷۸سړک د پاتې برخو د بشپړېدو، د میلک دویم پل رغولو، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له مسیر څخه د انتقالاتو پر زیاتوالي او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.
په لیدنه کې د ایران سفیر عليرضا بیګدلي ویلي،چې «د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر سره تر تیرې ناستې وروسته موږ د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو، د خواف – هرات اوسپنیزې کرښې مسیر څخه لیدنه وکړه».
نوموړي زیاته کړې، چې «ایران ته د سفر په ترڅ کې د ابونصر فراهي میل ۷۸سړک د بشپړېدو لپاره ۱۰میلیونه یورو ځانګړي شوې.»
یاد وزارت وايي، چې د لیدنې په لړ کې د طالبانو د ټولګټو وزارت وزیر ملا محمدعیسی ثاني وویل چې ددغه سړک د پاتې برخو بشپړېدل د طالبانو د اقتصادي پلان له لومړيتوبونو څخه و.
دغه طالب چارواکي هیله ښودلې، چې د دواړو هیوادونو د خلکو او سوداګرو د ستونزو د حل په موخه د یاد سړک د پاتې برخو رغولو کار ژر تر ژره بشپړ شي.