طالبانو په ننګرهار، بلخ او پروان کې د «نامشروع اړیکو او زنا» په تور ۶ کسان په دُرو وهلي

۷ ساعتونه مخکې

طالبانو په ننګرهار، بلخ او پروان ولایتونو کې د «نامشروع اړیکو او زنا» په تور د درېیو ښځو په ګډون ۶ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د درېیو جلا-جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې له یاد شمېر کسانو څخه دوه تنه یې د ننګرهار ولایت په ده بالا ولسوالۍ، دوه د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ او دوه نور یې د پروان ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې په دُرو وهل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، له دغو کسانو څخه دوه تنه یې پر ۳۹ـ ۳۹ دُرو، دوه نور په یو- یو کال تنفیذي بند او ۳۵.۳۵ دُرو او دوه نور یې په دوه-دوه کاله تنفیذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي و.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د اپرېل میاشتې له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې ۶۰ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي او په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې یې څلور تنه نور د قتل په تور اعدام کړي دي.

نور خبرونه

رادیو