د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قوماندانۍ دوه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا زوی کریم الله وفا د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست د منطقوي کنټرول مدیر په توګه ګومارل شوی دی.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ کې سرچینې وايي چې یوه اونۍ کېږي کریم الله وفا خپله دنده پیل کړې ده.

د سرچینو په وینا، د منطقوي کنټرول مدیریت د امنیتي ګواښونو له منځه وړلو لپاره پر کورونو او جګپوړو ودانیو څار او کنټرول ساتي او د مېشتو کسانو د ثبت پروسه پرمخ وړي.

دا ګومارنه په داسې حال کې شوې، چې په وروستیو کې د بودجې د کسر له امله طالبانو په ټولو دولتي ادارو کې ۲۰ شلنه مامورین تنقیص کوي.

د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا زوی کریم الله وفا له دې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د کندهار ولایت د ځانګړې قطعې قوماندانۍ کې د کشف امریت امر و، خو شاوخوا دوه کاله وړاندې کریم الله وفا د طالبانو د مشر ملاهبت الله د فرمان پر اساس چې طالب مسوولین نه شي کولی د خپل امر لاندې ادارو کې خپل خپلوان وګوماري، له یادې دندې ګوښه شو.

د ۱۴۰۳ کال د سلواغې پر ۲۸ مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ملاهبت الله ته نژدې کس او د بلخ والي یوسف وفا زوی کریم الله وفا اوس مهال په بلخ کې دی او په ځینو عایداتي ادارو کې مداخله کوي.

د طالبانو د ډېری چارواکو په اړه ویل کیږي چې په اړوندو ادارو، وزارتونو، ریاستونو او مدیریتونو کې د خپلو کورنیو غړي او نږدې ملګري ګوماري.

له دې وړاندې د افغانستان انټرنشنل - پښتو په یوه څېړنیز راپور کې په ډاګه شوې وه، چې د طالبانو یو شمېر وزیرانو د ملا هبت الله د فرمان خلاف په دولتي ادارو کې خپلوان او ملګري مقرر کړي دي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندنو ښودلې وه، چې د طالبانو کورنیو چارو وزیر، د کانونو او پټرولیم وزیر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلې کورنۍ غړي په دولتي دندو ګومارلي دي. دغه راز ددې ډلې د قطر سفارت نوي مسوول سهیل شاهین زوی په هند کې د ډېپلوماټ په توګه معرفي شوی دی.

دا مقررۍ په داسې حال کې دي، چې ملا هبت الله اخواندزاده په یوه فرمان کې له طالبانو غوښتي وو، چې تر خپل واک لاندې ادارو کې خپلوان او انډيوالان د اړیکو په بنسټ ونه ګوماري.

د ملا هبت الله له دغه فرمان وروسته یو شمېر طالب وزیران په خپلو منځونو کې داسې پرېکړې ته ورسېدل چې دوی به د یو بل د کورنۍ غړي په خپلو وزارتونو کې ګوماري.

د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست څه موده وړاندې د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښوونه کړې وه، چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، د خپلوي او انډيوالۍ پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګوماري.

نور خبرونه

رادیو