د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټېمي بروس د یوې مطبوعاتي ناستې پر مهال وویل، چې واشنګټن د کشمیر روان وضعیت له نږدې څاري او له دواړو هېوادونو سره تماسونه نیسي.
هغې زیاته کړه، چې هند او پاکستان ته ویل شوي څو حالات دې قابو کړي او د شخړې پراخېدو ته دې لاره نه هواروي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې بروس څرګنده کړه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به له خپل پاکستانی او هندي سیال سره نن یا سبا خبرې وکړي.
هغې دا هم وویل، چې روبیو هڅه کوي نور نړۍوال مشران او د بهرنیو چارو وزیران هم وهڅوي چې د دې شخړې د حل لپاره له اسلاماباد او نوي ډیلي سره اړیکې ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې د دې مسلې پر سر هره ورځ کار روان دی او د دواړو هېوادونو وزیران په مستقیم ډول سره تماس نیسي.
د هغې په وینا، دا تمه شته چې د دغو تماسونو اغېز به همدومره مهم وي لکه د نورو نړۍوالو مشرانو هڅې.
هغې زیاته کړه، چې د امریکا حکومت دا وضعیت له نږدې څاري او نه یوازې د بهرنیو چارو وزیرانو کچه، بلکې پر څو نورو سطحو هم له دواړو هېوادونو سره تماسونه شته.
امریکا له هند او پاکستان څخه غواړي، چې مسولانه چلند وکړي ځکه ټول نړۍوال دا وضعیت ګوري.
تر دې مخکې، د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د هند او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د کړکېچ د مخنیوي لپاره خبرې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر لسګونو سیلانیانود یوې وسلهوالې ډلې د برید په ترڅ کې د هند او پاکستان ترمنځ یو وار بیا ناندرۍ راپورته شوې دي.
تر دې مخکې واشنګټن د دې پېښې په تړاو د هند ملاتړ کړی، خو پر پاکستان یې د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه نه دي لګولي.
ډیلي اسلاماباد په دې پېښه کې ښکېل ګڼي، خو اسلاماباد بیا د نوي ډیلي دا ادعا رد کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د هندي کشمیر د پهلګام په سیمه کې د ۲۶هندي سیلانیانو تر وژلو وروسته د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
هند د سند طاس تړون ځینې برخې ځنډولي، چې په غبرګون کې پاکستان هم سخت غبرګون ښوولی دی.