د عابدې په نوم يوې نجلۍ د غور ولایت په تيورې ولسوالۍ کې وروسته له هغه ځان ته اور اچولی، چې یو طالب قوماندان غوښتل په زور یې خپل ورور ته واده کړي.
سرچينې وايي، چې طالب قوامندان له وسلو سره د نجلۍ کور ته ورغلی و او تر ګواښ وروسته نجلۍ ځان هغوی ته تسلیم نه کړ.
د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته هغه ویډيو هم لېږلې، چې یوه ډله خلک له نجلۍ څخه د اور شنډولو هڅه کوي او غواړي نجلۍ له مرګه وژغوري.
سرچينو ویلي د حاجي محمد رحماني په نوم ځایي طالب وسله وال په زور د نجلۍ کور ته ورغلی، د هغه پلار او ورور یې بندیان کړي او غوښتل يې، چې نجلۍ په زور له ځان سره بوځي.
سرچینو زياته کړې: «د حاجي محمد رحماني په نوم طالب وسله وال د نجلۍ د پلار او ورور لاسونه تړلي او په جومات کې بندیان کړي وو او غوښتل يې نجلۍ له همدې کلي څخه په زور بوځي.»
ځايي خلک وروسته له هغه د نجلۍ په ملاتړ د هغې کور ته ورغلي، چې هغې خپل ځان ته اور اچولی او مړه شوې.
دا پېښه داسې مهال ده، چې د طالبانو امربالمعروف ریاست نژدې هره ورځ د جبري نکاح د مخنيوي خبر ورکوي او دا مخنیوی د خپلو لاسته راوړنو یوه برخه ګڼي.
دغې ادارې تر اوسه د خپلو طالب پلویانو له لوري د جبري واده شمېرې نه دي په ډاګه کړې او نه يې هم تر اوسه د دې پېښې په اړه څه ویلي دي.