فرانسې د سې شنبې په ورځ په لومړي ځل په ښکاره توګه د روسیې د پوځ اړوند استخباراتي اداره تورنه کړه، چې ددغه هېواد پر وزارتونو او دفاعي شرکتونو یې سایبري بریدونه کړي دي.
فرانسه وايي، چې دغه بریدونه له ۲۰۲۱ کال راهیسې د روسي استخباراتو جي ار یو د یوې برخې (APT28) له خوا شوي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، پاریس ویلي چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې دغه واحد د سایبري بریدونو یوه لړۍ ترسره کړې، چې پکې د فرانسي وزارتونه، دفاعي شرکتونه او فکري بنسټونه په نښه شوي دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، « له ۲۰۲۱ راهیسې، دغه ډول بریدونو د یو شمېر فرانسوي ادارو امنیت ته زیان رسولی».
د روسیې د جي ار یو اړوند APT28 واحد، چې چارواکو ویلي په روستوف اندون کې موقعیت لري، مخکې هم د لویدیزو هېوادونو له خوا تورن شوی و، خو دا لومړی ځل دی چې فرانسه د خپلو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ښکاره توګه دا پړه د روسیې پر دولت اچوي.