د ټرمپ لومړیو ۱۰۰ ورځو کې د امریکا د ونډو بازار ۸ سلنه تاوان کړی

۲ ساعتونه مخکې

د ټرمپ د دویمې دورې د لومړیو ۱۰۰ ورځو په ترڅ کې د امریکا د ونډو بازار اته سلنه تاوان کړی.

فینانشیل ټایمز وايي، چې دا له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې د یوې ادارې تر ټولو خراب پیل ګڼل کیږي.

ورځپاڼې د ټرمپ د ادارې د لومړیو ۱۰۰ ورځو په ترڅ کې نږدې ۸ سلنه تاوان تر ټولو خراب مالي پیل بللی.

وروستۍ ورته بېلګه د جرالد فورډ د ولسمشرۍ له پیل سره پرتله شوې ده.

نور خبرونه

رادیو