له هلمنده سرچينو ویلي، چې د طالبانو امنیه قوماندان امین الله زبیر د تنقیص په پروسه کې د تېر جمهوري حکومت نظامي کسان شامل کړي.
د هلمند د طالبانو امنیه قوماندانۍ څخه سرچينو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ویلي، چې طالب امنیه قوماندان امین الله زبیر په شخصي غوښتنه د تېر جمهوري حکومت نظامیانو یو لیست برابر کړی او غواړي د تنقیص په پروسه کې يې شامل کړي.
د سرچینو په خبره، د هلمند په امنیه قوماندانۍ کې د تېر حکومت نژدې سل نظامیان په بیلابیلو برخو کې کار کوي.
د تنقیص په دې لیست کې د شاملو شویو کسانو له جملې یوه کس د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل: «ما په تير جمهوري حکومت کې هم د امنیه قوماندانۍ په بیلابیلو برخو کې دندې تر سره کړي او اوس مې هم وطن ته د خدمت په موخه په اخلاص خپل کار مخ ته وړی. اوس طالب چارواکي غواړي ما او ملګري مې په دې نوم منفک کړي.»
د نوموړي په وینا، طالبان د تېر جمهوري نظام پر کارکوونکو زيات باور نه کوي او خپل خاص بستونه یې خپلو جنګيالو ته ورکړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي په کندهار کې يوې نظامي غونډي ته هم په وینا کې ویلي، چې د هبت الله د امر له مخې په خپلو لیکو کې اصلاحات راولي.
افغانستان انټرنشنل د کندهار د غونډې د همدې چارواکي غږیزه وینا تر لاسه کړې او په يوه برخه کې يې زياته کړې: « په خپلو لیکو کې تصفیه وکړئ، کوم بد خلک چې دي، منفور او نامطلوب څخه هدف د تېر نظام خلک دي، دا منفک کړئ او لرې یې کړئ او بل هغه کسان چې تر فتحې وروسته زموږ سره یو ځای شوي، د شهیدانو د کورنۍ غړي او یا زموږ همکاران وو، هغوی فعلا احتیاط فعال لیست کې ونیسي.»
د سرچينو په خبره، طالبانو له خپلو نظامي ادارو څخه د تير جمهوري حکومت هغه کسان له دندو څخه نه لرې کوي، چې دوی ډېره اړتیا ورته لري او د هغو بستونو لپاره په خپلو لیکو کې وړ کسان نه لري.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد څو ورځې مخکي د ملکي او پوځي ادارو د تنقیص خبرې پخلی کړی او ویلي يې و، چې په ادارو کې تنقیص او تزیید یوه طبیعي خبره ده.
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو اړوند وسله والو غږونه لاس په لاس کېږي چې په یو شمېر ولایتونو کې د تنقیص په دغه بهیر کې له دندو ایستل شوي، ډېر ناراضه دي او نیوکه کوي چې «قرباني» هم ساتونکي ورکوي او بېرته له دندو هم ساتونکي زیات تنقیص کېږي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله په داسې حال کې دا پرېکړه کوي، چې له افغانستان سره د امریکا مرستې درول شوې دي او وخت ناوخته دولتي کارکوونکي د معاشونو د ځنډ او خنډ په اړه شکایتونه کوي.