د بودجې د کسر له امله؛ ملا هبت الله په ارګ کې ۲۲۲ بستونه تنقیص کړل

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو رياست ‌الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې ددې ډلې د مشر ملاهبت الله د حکم پر اساس د ارګ ۲۲۲ بستونه تنقیص شوي.

د طالبانو ریاست الوزرا د دفتر رییس ملا عبدالواسع وویل:«موږ ټول باید د مشرانو اطاعت وکړو او د دوی اوامر تر خپل وس او توان عملي کړو.»

د طالبانو د ریاست الوزرا ملا محمد حسن د دفتر رییس ملا عبدالواسع د سې شنبې په ورځ، د غويي ۹مه، د یاد ریاست اړوند د ۱۴۰۴ مالي کال د کارکوونکو په تشکیل کې د تعیناتو او تبدیلاتو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د ټاکنو او تبدیلیو موخه په ادارو کې د اداري چارو سمون دی.

په دې غونډه کې د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر د عمومي ریاست مرستیالانو، رییسانو، امرینو او کارکوونکو حضور درلود.

ملا عبدالواسع وویل، چې دا اقدامات د ادارو د لا ښه والي او د چارو د سم مدیریت لپاره اړین دي.

د غونډې په پای کې، د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم د تطبیق په ترڅ کې د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په تشکیلاتو کې د ۲۲۲بستونو د تنقیص او ځینو نویو تعیناتو او تبدیلاتو اړوند حکم ولوستل شو، خو دا روښانه نه ده، چې تنقیص شوي افراد د طالبانو غړي دي او که د تېرې ادارې کارکوونکي پکې راځي.

د غويي په ۳مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدپه ادارو کې د کارکوونکو تنقیص تایید کړ و او دا یې یوه طبیعي پروسه وبلله. هغه زیاته کړه، چې د ادارو د لا ښه فعالیت لپاره، ځینې ادارې ممکن اړې شي چې خپل کارکوونکي کم کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې دي، چې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د ځینو ادارو په جوړښت کې د کارکوونکو د تنقیص پرله پسې اسناد خپاره کړل.

د طالبانو مشر ملا هبت الله دا تصمیم په داسې حال کې نیولی چې د افغانستان لپاره د امریکا مرستې بند شوي او د معاشونو د ځنډ او خنډ له امله ددولتي کارکوونکو پرله‌پسې شکایتونه راپورته شوي دي.

نور خبرونه

رادیو