د ایران یوشمېر څېړونکو او مدني فعالانو د دغه هېواد ولسمشر ته د یوه لیک په استولو سره غوښتنه کړې، چې له دغه هېواده د دوه مېلیونه افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي.
ایراني رسنۍ اېراف د دغه لیک په حواله راپور ورکړی، چې د افغان کډوالو مسله اوسمهال د ټولنې یوه تر ټولو جنجالي موضوع بلل کېږي.
دغو فعالانو ویلي، چې دغه مسله اوس تر بل هر وخته ډېر عدالت او د موثریت پر بنسټ ښه مدیریت ته اړتیا لري؛ ترڅو ټولنیز کړکېچونه او انساني کړاوونه کم شي.
په لیک کې راغلي، که څه هم تر دې وړاندې د حکومت تمرکز د بې اسناده کډوالو په اداره کولو و؛ خو د تېرې میاشتې راهیسې د کورنیو چارو وزارت لهخوا یوه نوې تګلاره پلي شوې، چې د سرشمېرنې کارت لرونکي کسان هم په نښه کوي.
په دغه لیک کې فعالانو زیاته کړې، چې د دغې پرېکړې له مخې به د روان کال په پیل کې یوازې د کډوالو محدودې ډلې ته اجازه ورکړل شي چې په ایران کې د استوګنې جوازونه نوي کړي.
فعالانو ټینګار کړی، چې د دوی له نظره د ټولنیزو خدمتونو د بندولو او د شړلو لپاره د اجباري لارو چارو په کارولو سره د دغې ټګلارې پلي کول به په راتلونکو میاشتو کې د کډوالو او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره جدي او اندېښمنوونکې پایلې ولري.
په ليک کې د ايران مدني فعالانو او څېړونکو د افغانستان اوسني اقتصادي، امنيتي او ټولنيزو شرايطو ته په اشارې سره لیکلي دي، چې د دغه خلکو د امنيت ټينګول ممکن نه دي؛ نو له همدې امله د دغو کډوالو په جبري ډول ستنول د ایراني ټولنې د اصولو او عقایدو سره په ټکر کې دي.
د دغو فعالانو په وینا، د دغې ستونزې حل لاره په ناڅاپي او اجباري اقداماتو نه ده؛ بلکې په ایراني ټولنه کې د کډوالو په وړاندې د توپیري چلند د له منځه وړلو لپاره د هر اړخیزو تګلارو خپلول او پّ خپله خوښه د دغو کډوالو ستنېدو ته د لارو چارو برابرول دي.
د لیک په پای کې د ایران له ولسمشره غوښتل شوي، چې د دوه مېلیونه بې کوره خلکو د برخلیک په اړه د حق او عدالت اصول په پام کې ونیسي او د یوې وړې ډلې منفي تبلیغاتو او توپیري چلند ته اجازه ورنکړي، چې د ایران په معاصر تاریخ کې د کډوالو د ډلهییز اخراج لپاره لاره هواره کړي.