د اسراییل دفاع وزیر وایي، په بېروت کې یې د حزب الله ډلې د نښه ویشتونکو توغندیو د ساتلو ځای په نښه کړی دی.
دا برید د اسراییل او ایران پلوه اورپکې ډلې ترمنځ د نازک اوربند یوه بله ازموینه وه.
نږدې یو ساعت وروسته له هغه چې اسراییلي پوځ د حدث د سیمې اوسېدونکو ته د وتلو امر وکړ، د رویټرز په ژوندۍ ویډیو کې له ودانۍ څخه لوی لوګی پورته شو.
د اسراییل د دفاع وزیر یسرایل کاتز په یوه بیان کې ویلي، چې د حزب الله دقیق توغندي «د اسراییل دولت ته یو مهم ګواښ دی.»
د حزب الله له خوا په دې اړه سمدستي څه نه دي ویل شوي.
وروستی برید د متحده ایالاتو په منځګړیتوب شوي اوربند باندې فشار زیاتوي چې تېر کال پرې د اسراییل او حزب الله ترمنځ ویجاړونکې شخړه پای ته ورسېده.
د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکې جینین هینس پلاسچارت په خپل اېکس کې لیکلي: «د بېروت په سوېلي څنډو کې د نن ورځې برید د هغو خلکو ترمنځ د نوي تاوتریخوالي وېره رامنځته کړې چې نورمال حالت ته د راستنېدو لپاره لېواله دي.»
هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ته په اشارې سره زیاته کړه: «موږ له ټولو خواوو څخه غواړو چې د هر هغه عمل مخه ونیسي چې د دوښمنۍ د تفاهم د پای ته رسېدو او د ۱۷۰۱ SCR پلي کولو ته زیان رسوي.»
د لبنان ولسمشر جوزف عون د نومبر په میاشت کې د اوربند د موافقې د تضمین کوونکو په توګه په امریکا او فرانسې غږ وکړ، چې اسراییل دې ته اړ کړي چې خپل بریدونه ودروي.
هغه په یوه بیان کې ویلي، «د ثبات په کمزوري کولو کې د اسراییل دوامدارې کړنې به کړکېچ لا پسې پراخ کړي او سیمه به په ریښتینې توګه له ګواښ سره مخامخ کړي.»